سیمه ییز خبرونه

په ننگرهارکې پېنځه تنه وسلوال طالبان د سولې له بهيرسره یو ځای شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهارچارواکي وايي:

په ننگرهارکې د سولې عالي شورا او ملي امنیت د کارکوونکيو په هڅو پېنځه تنه طالبان له خپلو څلورمیله سپکو او درندو وسلو سره د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د ننگرهارد سولې ولایتي کمیټې مشرملک نظیر وايي:

دا هغه پېنځه تنه طالب جنگیالي دي، چې له ډېرې مودې راهیسې یې د ننگرهار په بېلابېلو سیمو کې د دولت ضد ورانکاري فعالیتونه ترسره کول.

له دولت سره د يو ځاى شويو كسانو مشر فيض محمد  او ملگري ېې مني، چې ننگرهار ولايت په گڼو ولسواليو كې يې دولت ضد او نور ورانكاري فعاليتونه د پاكستان د څارگرې ادارې  په مالي  مرسته او لارښونه ترسره كول.

دوى له دولت څخه غواړي، چې د دوى امنيت وساتي او كه دولت دا كار ونه كړي؛ نو د وسلوالو مخالفينو له خوا به ووژل شي.

دوى همدا راز له دولت څخه د كار د زميني د برابرولو غوښتنه هم كوي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ننگرهار كې د سولې له بهير سره د خپلو ملگرو يو ځاى كيدل ردوي.

د یادونې وړده، چې د ننگرهار د چارواکو په وینا په دغه ولایت کې د سولې د ولایتي کمیټې له جوړیدو راهیسې تراوسه په اووه جوپو کې ټول ټال ۱۴۰تنو وسله والو مخالفينو له لسگونه میلو وسلو سره عادي ژوند ته رادانگلي دي.

Trending

Exit mobile version