روغتيا
په ننگرهار كې خلك د بې كيفيته او تاريخ تېرو درملو له كاريدنې اندېښمن شوي
دوى وايي:
په دغه ولايت كې د ډېرو، درمل پلورنځيوخاوندان د اصلي درملو پرځاى پر ناروغانو بې كيفيته او تاريخ تېردرمل پلوري، چې له لامله يې د ډېرو خلكو ژوند د مرگ له گواښ سره مخ شوى دى.
ځايي اوسيدونكي پراړوند چارواكو نيوكه كوي، چې د دغې ستونزې په اړه بې غوره پاتې شوي دي.
دعامه روغتيا چارواكي وايي، چې:
د دغې ستونزې د حل لپاره يې جدي هڅې پيل كړې دي.
دننگرهارښاراو ولسواليو خلك وايي:
د درمل پلورنځيو خاوندان په ځينوگاونډ هېوادونو كې په ارزانه بيعه بې كيفيته او تاريخ تېردرمل اخلي او وروسته يې دلته په لوړه بيعه پرناروغانو د اصلي درملو پرنامه خرڅوي.
ځايي اوسيدونكي وايي:
ډېره كله داسې كيږي، چې درمل د گتې پرځاى ورته تاوان رسوي.
كله، چې بېرته ډاكتر ته ورشي اواخستل شوي درمل وروښيي؛ نومعلومه شي، چې ناروغ ته وركړشوي درمل يا تاريخ تېر دي او يا هم بې كيفيته دي.
دعامې روغتيا رييس ډاكتربازمحمد شېرزاد هم دا مني، چې ځينې درمل خرڅوونكي پرناروغانو بې كيفيته او تاريخ تېردرمل خرڅوي؛ خو وايي، چې:
دوى، د دې ستونزې د مخنيوي لپاره د ځينو نورو ادارو په مرسته جدي هڅې پيل كړي، چې په كې تردې مهاله په ټنونو بې كيفيته درمل نيول شوي او گڼ شمېر سرغړونوونكي د قانون منگولو ته سپارل شوي دي.
دننګرهاراستوگن پرداسې مهال په دغه ولايت كې د بې كيفيته او تاريخ تېرو درملو له شتون اوخرڅون څخه سرټكوي، چې د پنجشبنې په ورځ د دغه ولايت د عامه روغتيا په روغتون كې د روغتيايي چارواكو له لوري د څلور ټنو په اندازه تاريخ تېري او بې كيفيته درمل وسوزل شول.
د عامه روغتيا رييس بازمحمد شېرزاد وايي:
دغه درمل په جلال اباد ښاراو ولسواليوكې د يولړ پلټنو پرمهال له درمل پلورنځيوترلاسه شوي وه، چې د دغه ولايت د يوشمېرملكي او نظامي ادارو، د استازيو په وړاندې وسوزل شوه.
نوموړى وايي:
دوى به د بې كيفيته اوتاريخ تېرو، درملو د له منځه وړلو پيل شوې لړۍ نوره هم وغزوي.
