سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار كې د غلو يوه پنځه كسيزه ډله ونيول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنیتي ځواکونو په ننگرهار کې د غلو یوه پنځه کسيزه ډله نیولې، چې پولیس هم پکې شامل دي.

چارواکي وايي، دغلو دغې ډلې د افغانستان بانک خزانې ته مخامخ له یو کور څخه تونل وېستلی او غوښتل یې، چې لدې لارې په بانک کې شته پیسې غلا کړې، خوهدف ته تررسېدو وړاندې له وسایلوسره یوځای لاس په لاس ونیول شول.

په ننگرهار کې د افغانستان بانک څانگه، چې د دغه ولایت سربېره، کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو ته هم له همدغه ځای څخه پېسې استول کېږي، چارواکي وايي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې دغلو یوې ډلې غوښتل، چې د بانک خزانه ولوټي خو وړمه شپه دغه غله نیول شوي دي.

دغلو نیول شوې ډلې يو تونل، چې د بانک له خزانې څخه شاوخوا شل متره وړاندې په یوه کورکې  د خزانې د لوټ کولو په موخه ویستلی و او غوښتل يي، چې له دې لارې د بانک پېسې غلا کړي.

د ننگرهار د امنیې قومندان مل پاسوال عبدالله حازم ستانکزی وايي:

په داسې حال کې، چې جنايي پولیسو د غلو دغه ډله تر پټ څار لاندې وه، په تېرو څو اوونیو کې یې شاوخوا شپږ متره تونل وېستلی او یوازې څه ناڅه څلورلس متره فاصله خزانې ته پاتې وه، چې د مخنیوي لپاره یې وړمه شپه امنیتي ځواکونو یو لړ ځانگړي عملیات وکړل، او پنځه تنه غله یې، چې یو پکې ملي پولیس دی ونیول.

دا په ننگرهار کې د خپل دا ډول لومړۍ پېښه ده، چې رامنځته کېږي او په همدې لومړي ځل یې د دغه ولایت جنایي پولیس مخنیوى کوي، خو د يادونې وړ ده، چې تردې څلور ورځې وړاندې د ننگرهار په گاونډي ولایت نورستان کې هم دغلو یوې پنځه کسيزې ډلې د افغانستان بانک له څانگې لکونه افغانۍ غلا کړې وې، چې وروسته هغه هم له پېسو سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

Trending

Exit mobile version