سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار كې د مخاراتي شبکو یوه غیرې قانوني دستگاه نيول شوې
د ننگرهارامنیتي چارواکي وايي:
د دغه ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي ابرارالله مراد په کور کې د سیم بکس په نامه د مخاراتي شبکو ترمنځ د اړیکو ټينگولو یوه غیرې قانوني دستگاه له درې کسانو سره یوځای نیول شوې ده.
دوی ټينگار كوي، چې:
نیول شويو کسانو د دغې دستگاه له لارې هره میاشت لکونه ډالر ترلاسه کړي او هم يې ترې په سیاسي موخو کې کار اخستى دى.
د ننگرهار د امنیت امير سمونوال عبدالجلیل شمال وايي:
د پنجشنبې په ماښام(د ليندۍ۱۰) ناوخته د دغه ولایت د بهسودو پله ترڅېرمه د ننگرهار د ولایتي شورا د یوه غړي ابرارالله مراد په یوه کور کې مو د سیم بکس په نوم د مخابراتي شبکو ترمنځ د اړیکو ټينگولو یوه غیرې قانوني دستگاه نیولې ده.
نوموړی زياتوي، چې:
نیول شوي درى تنه دم گړۍ د امنيتي ځواکونو تر پوښتنولاندې دي.
شمال وايي:
نیول شويو کسانو له دغې دستگاه څخه دتيلیفوني اړیکو د نیولو پرمهال هره میاشت لکونه دالر ترلاسه کول او اټکل کیږي، چې له دغې دستگاه څخه به د ځينو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره هم کاراخستل شوی وي.
د ننگرهار ولایتي شورا غړی ابرارالله مراد مني، چې یاده دستگاه د ده په کورکې نیول شوې، خو وايي:
دغه کور یې له ډېرې مودې راهیسې په کرایه ورکړی او نیول شویو کسانو سره هیڅ راز اړیکې نه لري.
د ننگرهار د مخابراتو ريیس انجنير عبدالرازق وايي:
دغه دستگاه له تخنیکي پلوه ډېره مهمه ده.
نوموړی زياتوي:
کله، چې له بهرني هېواد څخه کوم کس په افغانستان کې د کومې مخابراتي شبکې د سیم کارت له لارې تيلیفوني اړیکې نیسي؛ نو موږ ترې خپل فیس اخلو، خو د دې په ځای، چې دغه فیس افغان مخابراتي شبکې ترلاسه کړي، د نیول شوې غیرې قانوني دستگاه کارکوونکيو ترلاسه کولې.
دا لومړی ځل دی، چې په ننگرهارکې د سیم بکس دغه ډول یوه غیرې قانوني دستگاه نیول کیږي؛ خو له دې وړاندې د کابل په گډون په یو شمېرنورو ولایتونو کې هم دغه ډول دستگاوې نیول شوې دي.