سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار كې طالبانو د پولیسو يو افسر او دوه سرتېري وژلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهارپه خوږیاڼو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پولیسو یو افسر او دوه سرتېري پر ډزو وژلي دي.

د ننگرهارامنيه كوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي:

وژل شوي یو ساتنمن او دوه پولیسو د دې ولايت په چپرهار او پچیراگام ولسوالیو کې دندې درلودې. دوى په داسې حال كې وژل شوي، چې خپلو کورنو ته په رخصتیو روان ول.

د نوموړي په وينا:

د خوږیاڼو ولسوالۍ د ادوړ په سیمه کې وسله والو طالبانو د دغو پوليسو پر شخصي موټر وسله وال برید کړی او درې واړه وژل شوي دي .

مشرقيوال زياتوي:

په پېښه کې موټر چلوونکى ټپي شوی دی.

مشریقوال همدا راز وايي:

له پيښې سره د تړاو په تورڅوک نیول شوي نه دي، خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى او ویلي يې دي، چې په بريد کې یې دوه افسران او يو پوليس وژلي دي.

د يادونې وړده، چې د ننگرهار ولايت دغه جنوبي سيمه له تېرو څو كلونو يوه ناامنه سيمه پېژندل شوې او تل په كې د گډو ځواكونو هوايي او ځمكني بريدونه تر سره كيږي.

Trending

Exit mobile version