سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار كې محصلينو د نيول شويو ځمكو او محصلينو د پريښودوغوښتنه وكړه
د ننگرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلگونه محصلينو د دوشنبې په سهار(د كب۱۴) د یو شمېر محصلینو د نیول کیدو او د دغه پوهنتون د غصب شویو ځمکو په غبرگون کې سوله يیزلاریون وکړ او د کابل – جلال آباد لویه لار یې د درې ساعتونو لپاره د ترافیکو په مخ وتړله.
لاریونکوونکي وايي:
امنیتي ځواکونو د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د ننگرهار پوهنتون ۱۵ تنه محصلين نیولي، چې اووه تنه يې د ننگرهار او پاتې نور یې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسيدونكي دي.
دوی وايي:
نیول شوي محصلین بې گناه دى او ژر تر ژره دې خوشې شي.
په همدې ورځ د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلگونه محصلینو په جلال آباد ښار کې لاریون وکړ او ویې ویل، چې:
د تېرو څو کالونو راهیسې د ولسي جرگې لومړي مرستیال حاجي عبد الظاهر قدیر د دې پوهنځي یو بلاک نیولی او د یوه شخصي کورس لپاره ترې استفاده کوي.
دوی له افغان دولت غوښتنه کوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي محصلین او د ظاهر قدیر لخوا نیول شوى بلاک خوشې کړي.
موږ ټوله ورځ هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه د ولسي جرگې د لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير نظر واخلو، خو بريا مو په برخه نه شوه.
په سولې کاروان گوند کې د حاجي ظاهر مرستيال ابرار الله مراد، چې د نوموړي په استازيتوب یې خبرې کولې رسنیو ته وویل، چې:
لس کاله وړاندې دوى په ياد تعمير کې د رڼا په نوم يو انستيتوت د پوهنتون په تفاهم جوړکړ او لا تر اوسه ترې د همغې لپاره استفاده کیږي.
موږ هڅه وکړه، چې د همدې مسلې په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي د چارواکو نظر راواخلو؛ خو له ډېر انتظار وروسته هم هغوی په دفترکې پیدانه شول او له همدې كبله مو د ننگرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزی پیداکړ.
نوموړی وايي، چې:
د محصلینو د ټولو ستونزو د حل په موخه یو پلاوی ټاکل شوى او د محصلینو هره هغه ستونزه، چې د ننگرهار له چارواکو سره تړلي وي ژر تر ژره به حل شي.
د ننگرهار پوهنتون سلگونه محصلینو د پوهنتون دغصب شویو ځمکو او امنیتي ځواکونوله خوا د لسگونه محصلینو د نیول کيدو په غبرگون کې سوله يیزلاریون وکړ.
د يادونې وړ ده، چې لاریونکوونکيو د دواړو ستونزو د حل غوښتنه وكړه.