سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار كې پنځوس سلنه ميندې د زيږون په وخت ژوند له لاسه وركوي
د دغه ولايت د عامې روغتيا مسوولين د روغتيايي خدمتونو له لږوالي اندېښمن شوي او د ستونزې د حل لپاره له نړیوالې ټولنې اوخیریه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.
ځايي اوسیدونکي هم وايي، چې:
دولت په یوشمېرسیمو کې روغتونونه جوړکړي؛ خو طبي وسایل او داکتران نه لري.
د ننگرهاردعامې روغیتا روغتون د زیږون د څانگې مشره داکتره ذکیه رستاک امیري وايي، چې:
د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې د روغتونونو د نشتوالي، په روغتونونوکې د زیږون د برخې د طبي وسایلو او د تشکیل د لږوالي او یو لړکولتوري ستونزو له كبله په سلوکې پنځوس ميرمنې د زیږون پرمهال خپل ژوندله لاسه ورکوي.
نوموړې زياتوي:
که د ستونزې د حل لپاره نړیواله ټولنه او مرکزي دولت مرسته ونه کړي؛ دا کچه به نوره هم لوړه شي.
د ننگرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسیدونکي وايي:
د استوگنې په سیمو کې روغیتايي مرکزونه نه لرو او خپل ناروغان ډیرجلال آباد ښارته ليږدوو، چې په لاره كې له عادي ناروغیو څخه خپل ژوندله لاسه ورکوي.
د ننگرهار د عامې روغتیا ريیس داکتربازمحمد شېرزاد که څه هم وايي، چې دغه ستونزه د تېر په پرتله یو څه لږ شوې؛ خو د بشپړمخنیوي لپاره يې دیرکارته اړتیاده.
د یادونې وړده، چې د عامې روغیتا وزارت دیرکله د هېواد په کچه اتیا سلنه وگړيو ته د روغیتايي اسانتیاوو د رسولوادعاوې کوي، خوباید وویل شي، چې: په څه نا څه ارام ولایت ننګرهار کې داسې سیمې ديرې دي، چې اوسیدونکي یې له لومړنيو روغیتايي آسانتياوو بېبرخې دي.