سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار کې د امام البخاري روزنتون د بیات بنیاد له ژمنيو مرستو برخمن شو
په ننگرهارکې د امام البخاري د یتیمانو له یوه روزنتون سره بیات بنیاد د ژمنیو کالیو، قرطاسیې ، بکسو او بخاریو مرسته وكړه.
چارواکي وايي:
په نوموړي روزنتون کې سلگونه یتیم ماشومان زده کړې كوي.
بلخوا د نوموړي روزنتون ماشومان د بیات بنیاد له دې مرستوخوښي ښيي او وايي، چې:
د بیات بنیاد دا مرستې به د مو یخ ژمی گرم کړي.
دغه یتیم ماشومان د هرچا مرستو ته سترگې په لار دي، خو تر اوسه له بیات بنیاد پرته نور هیچا د مرستې لاس نه دی ورغزولی.
د بیات بنیاد لوى مشرسناتور احسان الله بیات، چې د مرستو د وېش پرمهال وویل:
بيات بنياد به هر وخت د هېواد د یتیمو ماشومانو په خوا کې ولاړ وي او د ستونزو د حل لپاره به ورته هلې ځلې کوي.
د امام البخاري د روزنتون ماشومانو د بیات بنیاد مرستې وستايلې او وايي:
د بیات بنیاد مرستو هیله من کړو، چې په دې هېواد کې اوس هم داسې مشران شته، چې د بېوزلو د بېلابېلو ستونزو خواخوږي دي.
دوی له نوروملي پانگوالو څخه د ورته اقدام غوښتنه وكړه.
د ننگرهار د کار او ټولنیزو چارو ريیس عبدالحکیم شېرازد په روانو حالاتو کې د بیات بنیاد مرستې ډېرې اړینې بولي او د ستاینې ترڅنگ يې د دوام غوښتنه کوي.
د یادونې وړده، چې بيات بنياد د هېواد په کچه له یتیمو ماشومانو سره بېلابېلې مرستې کړي او هر وخت یې پر سرونو د مینې لاسونه راكښلي دي.
بیات بنیاد پردې سربېره د هېواد په ډېرو سیمو کې د یتیمو ماشومانو لپاره یو شمېر روزنتونونه ،ښوونځي او نورعامه تاسیسات جوړکړي دي.