1393ټاكنې
په ننگرهار کې زرگونه کسانو د نوماند زلمي رسول په پلوۍ غونډه وکړه
په جلال ابادښار کې د جمعې په ورځ(د كب۱۶) د ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان د بېلابېلو سیمو زرگونه اوسیدونکيو د ولسمشرۍ د نوماند داکتر زلمي رسول په پلوۍ په یوه غونډه کې راټول شوي ول او له زلمي رسول څخه یې خپل ملاتړاعلان کړ.
یادو خلکو د ټاکنو پر رڼښت ټینگار وکړاو په ډاگه شوه، چي زلمى رسول د یوولس نوماندانو له ډلې یوهغه کس دی، چې کولی شي هېواد د پرمختگ په لور روان کړي.
د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول دغونډې برخوالو ته وویل:
د اداري فساد او ځمکو غصب د مخنيوي لپاره د ډاډ وړ برنامې لرو او په دې اړه به جدي مبازه رامنځته شي.
ښاغلى زلمى رسول وايي:
د خلکو د ژوند د ښوالي او خلکو ته د کار پيداکولو په موخه به زراعتی او داخلي تولیدات پياوړي او برښناکوټونه به جوړشي.
په غونډه کې د زلمي رسول لومړي مرستیال احمدضیامسعود هم برخه اخستې وه.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنوکې بشپړه ونډه واخلي.
د زلمي رسول دوه يمه مرستیاله حبیبه سرابي وايي:
حکومت به یې پر قانون ولاړ، خدمت کوونکی او ټول ولس ته منلی وي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې د ولسمشرۍ بل نوماند داکترعبدالله عبدالله هم ننګرهار ته سفرکړی و او په همدې ځای کې یې د زرگونه پیلویانو په یوه ورته غوڼده کې برخه اخستې وه؛ خو د دې غونډې برخوال له هغې ډېر ول.
د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې مبارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پيل شوې، چې د وري تر۱۳به دوام وکړي او د وري په ۱۶ به د ۱۳۹۳ل کال ولسمشریزې او ولایتي شوراگانو ټاکني تر سره شي.
د غونډې پرمهال د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول خلکو ته ډاډ ورکړی چې د اداري فساد اوځمکوغصب دمخنیوي لپاره به جدي هڅې وکړي اوپه ننګرهارکې به دخلکو د ژوند دښوالي په موخه برښناکوټونه جوړکړي اوداخلي تولیدات به پیاوړي کړي. په یاده غونډه کي دزلمي رسول لومړی مرستیال له خلکوغوښتنه کړې چې په ټاکنوکې برخه واخلي.