سیمه ییز خبرونه
په نورستان كې بهرني ترهگرهم وژل شوي دي- جنرال لونگ
د افغانستان د ملي اردو د كمانډو لوا چارواكي وايي:
په هغو شپېتو تنو ترهگرو كې، چې په نورستان كې وژل شوي پاكستاني، چيچني او ازبكستاني وگړي هم شامل دي.
د يادې لوا كوماندان وايي، چې:
د دوى ځواكونه په پرمختلليو وسلو د سماليدو تر څنگ له ښو مهارتونو هم برخمن دي او كولى شي د هېواد په هرگوټ كې خپل ماموريت په سمه توگه تر سره كړي.
د كمانډو لوا كوماندان جنرال دادان لونگ زياتوي، چې:
د دوى د معالوماتو له مخې پاكستان غواړي د هېواد لويديځ او سهيل لويديځ ولايتونه ډېرناامنه كړي.
د كمانډو لوا نهه كنډكونه لري، چې د څلور كلونو را پديخوا د ملي دفاع وزارت په چوكات كې را منځته شوي دي.
د يادې لوا كوماندان جنرال لونگ وايي، چې:
دوى په ياده موده كې په هغو سلگونه عملياتو كې گډون كړى، چې يو شمېر يې د امريكا له ځانگړيو ځواكونو سره گډ ول او يو شمېر نور يې په ځانگړي ډول تر سره كړي دي .
نوموړى زياتوي، چې:
په ورستيو عملياتو كې، چې د نورستان ولايت د برگمټال او وايگل په ولسواليو كې د ناټو د هوايي ځواكونو په مرسته تر سره شوي د ملي اردو د يوه سرتيري په گډون شپېته ترهگروژل شوي دي.
نوموړى وايي:
په دغو عملياتو كې د ملي اردو د دوه سرتېرو په گډون څلوربهرني سرتېري او يو ترجمان ټپيان شوي هم دي.
جنرال لونگ زياتوي، چې:
د دوى ځواكونه له ځانگړيو وړتياوو برخمن شوي او چمتو دي، چې د ولسمشر حامد كرزي، د ملي دفاع وزيراو د افغانستان د لوى درستيز په دستورد هېواد په هره سيمه كې خپله دنده تر سره كوي .
د كمانډو لوا كوماندان جنرال دادان لونگ وايي، چې په تېرو څلوركلونو كې د دوى شاوخوا پنځوس منسوبين وژل شوي او شاوخوا يو سل و څلوېښت نور ټپيان شوي دي .
د ملي اردو كمانډو ځواكونه د امريكايې روزونكيو له خوا روزل كيږي او اوس مهال ډېرعمليات د هېوادني ځانگړي هوايي ځواك په مرسته تر سره كيږي .
دا په داسې حال كې ده، چې تر ۲۰۱۴ع كال پورې به د ټول هېواد امنيتي چارې افغان ځواكونو ته وسپارل شي، چې دې كارد افغانستان د امنيت ساتلو په برخه كې د افغان امنيتي ځواكونو پرپياوړتيا د يو شمېركارپوهانو او خلكو اندېښنې ډېرې شوې دي .
