سیمه ییز خبرونه

په نورستان کې د افغانستان بانک له څانگې، ساتونکيوغلا کړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواکي وايي:

د افغانستان بانك په دې څانگه كې له لس میليون افغانیو ډېرې پیسې وې.

له پيښې سره د تړاو په توراووه تنه نیول شوي، چې پولیس او د بانک ساتونکي په کې شامل دي.

د نورستان ولایت مطبوعاتي مسوول محمد زرین وايي:

د جمعې په شپه(د لړم۲۶) د دغه ولایت په مرکز پارون کې د افغانستان بانک له څانگې خپله د بانک څو تنو ساتونکيوغلاکړې.

نوموړی زياتوي:

د غلا پر مهال په بانک کې له لس میليون افغانيو ډېرې موجودې وې؛ خو دانه ده معلومه، چې غلو له دغو پيسو څخه څومره له ځان سره وړي او څومره په بانک کې پاتې دي.

امنیتي ځواکونو له پېښې سره د تړاو په تور د بانک دوه ساتونکي او څلور پولیس نیولي، چې دمگړۍ د امنیتي ځواکونو ترپوښتنو لاندې دي.

په دې اړه په نورستان کې د افغانستان بانک څانگې مسوولینو نظر څه ويلي نه دي.

د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم په نورستان کې له دولتي ادارو د غلاوو ورته رپوټونه ورکړ شوي دی. په دغه ولایت كې د پولیسو د معاش لکونه روپۍ غلا شوې وې او سر بېره پر دې د کلیو او پراخیتا وزارت توکي هم ورک شوي ول.

Trending

Exit mobile version