سیمه ییز خبرونه
په نورستان کې سېلابونو ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د نورستان سیمه ییزو چارواکي په ډاګه کړې؛ په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه سېلابونو د دغه ولايت د وامۍ ولسوالۍ کې خلکو ته خاني او مالي زیانونو رامنځته کړي دي.
چارواکو زیاته کړې، چې د دغو سېلابونو په پایله کې د “کوردر” پل، چې کونړ او نورستان ولایتونه سره نښلوي هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
