سیمه ییز خبرونه
په نوي ډيلي كې د آريانا ۲۰۱۲ كال د هنري ډاليو اوومه ننداره تر سره شوه
د آريانا راديو – تلويزيون د ۲۰۱۲م كال په هنري جشن كې يو شمېرافغان چارواكو، پياوړيو او پېژندل شويو او ځوانو هنرمندانو، د هند د فرهنگي او هنري ټولنې وتليو څېرو او ميه والو گډون درلود او د دې نندارې له مراسمو يې تود هركلى وكړ.
آريانا راديو- تلويزيون د افغان هنرمندانو د هڅولو په موخه هر كال په بېلابېلو هېوادونو كې هنري نندارې جوړوي.
تېركال دا جشنواره په دوبۍ كې جوړه شوې وه .
د آريانا- راديو تلويزيون د ۲۰۱۲م كال د هنري ډاليو د وېش اوومه ننداره د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي كې د شاهانه خوب په نومونې جوړه شوه.
د دې هنري نندارې د خبري پوښښ په موخه انځوريزو او چاپي رسنيو هم گډون درلود.
د آريانا راديو- تلويزيون د نړيوالې شبكې مسوول عزيز الله آرال گډونوالو ته په ډاگه كړه، چې:
سږنۍ هنري ننداره مو له نورو هغو سره توپير لري. په دې ننداره كې به د هند او افغان هېوادونو هنرمندان د ختيځ ټنگ ټكورگډې خواوې رڼې كړي.
هغه ديارلس افغان سندغاړي به دروپېژندل شي، چې په ديارلس بېلابېلو كتگوريو كې د ټنگ ټكور د داورانو او افغانستان د خلكو د رايو پر بنسټ غوره شوي دي.
د آريانا په اوومه هنري ننداره كې سيتا قاسمي د كال غوره ښځينه سندغاړې او جاويد شريف د كال غوره نارينه سندرغاړى، فرهاد دريا او ميرمن نغمه په ۲۰۱۲م كال كې د ټنگ ټكورغوره ستوري، غزال عنايت او ځيگر ساپى غوره نوي سندرغاړي، غوره غزل د احمد ولي فتح علي خان، غوره انځوريز كليپ د آريانا سعيد، غوره سندره د ولي حجازي، غوره رپ سندره د بېژن ظفرمل او غوره غبرگه سندره د صديق شباب او خالد كيهان و پېژندل شول.
غوره حماسي سندره د شهزاد عديل او د غوره شعر لقب د لطيف ننگرهاري سندرې خپل كړ.
دغوره تصوفي سندرې لقب د عمرشريف او رامين شريف په برخه شو او بشير وفا غوره محلي سندرغاړى وټاكل شو.
همدا راز د استاد هاشم او استاد اولمير د ژوند يو لنډ مستند فلم هم خپور شو او دوى ته د تل پاتې عمر نوم وركړشو.
د آريانا راديو- تلويزيون افتخاري جايزې د بصير بيات له خوا هغو هندي سندرغاړيو ته وركړشوې، چې په دې مراسمو كې يې گډون كړى و.
د يادونې وړده، چې آريانا راديو- تلويزيون نړيواله شبكه به ډېر ژر دا بشپړ پروگرام خپلو هېوادوالو ته وړاندې كړي.