سیمه ییز خبرونه
په نوي ډيلې كې د افغانستان، هند او امريكا تر منځ درې اړخيزه غونډه جوړېږی
د افغانستان، هند او امريكا تر منځ د درې اړخيزې غونډې د جوړېدو لپاره د تياريو نيول پيل شوي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د نوي ډيلې په دغه درې اړخيزه غونډه كې به د افغانستان او سيمې په امنيت او له افغانستان سره په اقتصادي همكاريو خبرې وشي.
په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره د پېل شويو هڅو په ترڅ كې دا ځل ټاكل شوې، چې افغانستان، هند او امريكا په نوي ډيلې كې غونډه وكړي.
يو شمير افغان سياستوال په افغانستان كې د ثبات او سولې د ټينګښت لپاره د دغې درې اړخيزې غونډې په اړوند بېلا بېل نظرونه لري.
پوځي كارپوه امر الله امان او د پوهنتون استاد ميرزا رفعت په دغه ډول غونډو كې د پاكستان ګډون د اهميت وړ بولي او زياتوي، چې په دغه ډول غونډو كې پاكستان ته د ځانګړې څوكۍ پر بېلولو فكر وشي.
په نوي ډيلي كې د غه غونډه په داسې حال كې پېلېدونكې ده، چې څه موده مخكې په لندن كې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا تر منځ په درې اړخيزه غونډه كې وپتيل شوه، چې په راروانو شپږو مياشتو كې به په افغانستان كې د سولې هڅې يوه مثبت تګلورى خپل كړي.