تازه خبرونه

په نوي ډیلي کې پوتین او مودي د سیمې او افغانستان په اړه خبرې کوي

Published

on

Reuters
(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۰)

د روسیې ولسمشر د هند او روسیې ترمنځ د کلنیو ناستو لړۍ په یوویشتمه ناسته کې د ګډون په موخه نوي ډیلي ته رسیدلی.

د نړۍ هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو تعاملاتو پردوام د روسیې ولسمشر ولادیر پوتین د دوشنبې پر ورځ د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي پر ملتیا له هندي چارواکو سره د خبرو اترو په موخه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسیدلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام بغچي وايي، په دغه سفر کې به هندي چارواکي د روسیې له ولسمشر، د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره د دوه اړخیزو سیاسي، دفاعي، اقتصادي او سوداګریزو او نړیوالو مسایلو په اړه په تېره بیا په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو خبرې وکړي.  

نوموړي ویلي؛ هغه به د هند او روسیې ترمنځ د یوویشتمې کلنۍ ناسته په موخه دلته حضور ولري. لکه څرنګه، چې پوهیږئ د سیاسي، دفاعي، دوه اړخیزه سیمه ییز او نړیوالو مسایلو په تړاو به خبرې وشي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دغه سفر کې به پوتین د روسي له لخوا هندي لوري ته اس ـ ۴۰۰ توغنیدیو مدافع پرمختللي سیسټم هم وسپاري؛ خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه تړاو خبرې له وخت مخکې بولي. 

اریندام بغچيزیاته کړې: لکه څنګه، چې ما مخکې هم اشاره وکړه په دغه برخه کې مونږ د دواړو دولتونو ترمنځ ګډ تخنیکي پوځي کمیسیون لرو. زه نه غواړم په دې اړه بحث وکړم؛ خو له شک پرته، چې جزئیات به یې له تاسې سره شریک کړو. زه هیڅکله نه غواړم، چې له نورو څخه مخکې خبرې وکړم په تېره بیا هغه څه، چې د لوړپوړیو دولتي چارواکو او زمونږ د دولت د مشرتابه په کچه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې امریکا د روسیې او هند د اړیکو پر نږدیوالې اندېښنه ښودلې او له دې وړاندې واشنګټن نوي ډیلي ته خبرداری ورکړی و، چې له روسیې څخه د توغندیو دفاعي سیسټم له اخیستلو ډډه وکړي؛ ځکه هغه د امریکا د ۲۰۱۷ زېږدیز کال له قوانینونو سره په ټکر کې دی.

Trending

Exit mobile version