سیمه ییز خبرونه

په نوي کابل کې به ۳۱۶ صنعتي فابریکې جوړې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاکل شوې په نوي کابل کې ۳۱۶ صنعتي فابریکې جوړې شي. مسئولین وایي، د دې فابریکو په جوړېدو سره به د بهرنیو او کورنیو پانګوالو پاملرنه جلب شي او د دولت عواید به هم زیات شي.

د صنایع سبز شرکت رئیس محمد محسن امیري وایي، د افغانستان اقتصاد یو مصرفي اقتصاد دی، چې هر کال سوداګر میلیونونه ډالر د صنایعو په برخه کې ګاونډیو هېوادونو ته د ټکس په شکل ورکوي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، د دې صنعتي فابریکو په جوړېدو سره به سوداګري وده وکړي او له دېرش زرو زیاتو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

بلخوا دوی د ټاکینزو لانجو په تړاو اندیښمن دي او خبرداری ورکوي، چې که دا ننګونې ژر حل نه شي، افغانستان به له افتصادي کړکېچ سره مخامخ شي.

دغه سوداګر همدا راز وایي، که هېواد کې امنیت تامین شي، پانګونې ته زمینه برابرېږي.

دوی غواړي، چې په نوي کابل کې له ۴۰۰ نورې زیاتې فابریکې جوړې کړي، چې له سل زرو زیاتو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version