تازه خبرونه

په نيمروز ولایت کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۲)

 د دغه ولايت سيمه ييزو چارواکو ويلي؛ د دې روغتون چارې د تېر حکومت لخوا نیمګړې پاتې شوې وې او شرکت یې کارونه نیمګړي پریښي وه، چې اوس به دا پروژه بشپړه شي.

په دې ولایت کې اوس هم خلک مناسبو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د نيمروز ولايت د عامي روغتيا رياست وايي، دغه روغتون به په پېنځه بلاکونو کي د دوه سوه زره امريکايي دالرو پر لګښت جوړ شي.

د نیمروز د عامې روغتیا رییس عبدالرحمن عبدالله وايي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې د دوه سوه زره امریکایي دالرو پر لګښت د دغه روغتون چارې بیا پیل شوې دي. په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د پروژې انجنیر غفور رحیمي: زمونږ د قالب جوړونې په څانګه کې کار روان دی؛ په لومړي بلاک کې د تودوخې د سیتم پر جوړولو کار کوو، په دوه‌یم بلاک کې د ډبرو پر لګولو کار کوو، په درېیم بلاک کې د تودوخې د سیستم په ګډون د اوبو او برښنا چارې روانې دي او ژر تر ژره به یې کار پای ته ورسیږي.

دا مهال په زرنج ښار کې يوازې يو ولايتي روغتون فعال دی، چې د دغه ولايت د ناروغانو اړتياوې نه‌پوره کوي.

د نيمروز ولايت اوسېدونکي وايي، چې د دې روغتون جوړول د دغه ولايت د خلکو له اساسي اړتياوو څخه یوه اړتیا ده.

دوی د دې پروژې د کار د چټکتيا غوښتنه کوي.

د نیمروز اوسیدونکی عنایت الله وایي: په نیمروز کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د جمهوریت پر مهال د دغه روغتون د جوړېدو چارې ۴۰ سلنه پرمختللې وې؛ خو اوس هڅه کوي، چې د دې پروژې کار بشپړ کړي.

سیمه‌ییز وايي، په تېر حکومت کې د دغه روغتون د جوړولو چارې یوه کورني شرکت ته وسپارل شوې؛ پیسې یې تر لاسه کړې، خو ودانۍ یې نیمګړې پرېښوده.

Trending

Exit mobile version