تازه خبرونه
په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لهخوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.
مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.
بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.