لوبی

په نړیوال جام کې د بلجیم  پر وړاندې د مراکش بریا بلجیمیان راوپارول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۱)

په ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د مراکش پر وړاندې د بلجیم فوتبال ملي د دوه پر صفر ماتې له ورکولو وروسته د بلجیم په ځینو سیمو کې له ګډوډۍ وروسته پولیسو د بروکسل ښار ځینې سیمې وتړلې.

په ځینو سیمو کې پولیسو د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د اوبو موټرونه ځای پر ځای کړي او د خلکو د شړلو لپاره یې اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی.

په لسګونه بلواګرو پر سړکونو اورونه واچول او ځینو یې پر موټرو برید وکړ.

د بلجیم د پولیسو ویاند اعلان وکړ، چې پولیسو له هغې وروسته مداخله وکړه، چې یو کس مخامخ ټپي شو.

د بروکسل ښاروال د فوتبال له مینه والو وغوښتل، چې د ښار له مرکز څخه ووځي.

اسوشیتېد پرس د مراکش د فوتبال ملي لوبډلې مینه وال د فساد لامل بولي.

ویل شوي، چې د مراکش له بریا وروسته د هالیند په څو ښارونو کې هم لاریونونه پیل شول.

تر اوسه په ډاګه شوې نده، چې څومره بلواګر نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version