تازه خبرونه

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۰)

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۲۶.۸ میلیون کسانو ته پورته شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره ورځ (جمعه د وږي ۲۶ \ د سپټمبر ) ویلي، چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۴.۶۶ میلیون ګسانو ته رسېدلی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې تر دې دمه ۲۲۶۸۴۴۳۴۴ خلک پر کرونا ویروس اخته شوي، چې نور ترې۴۶۶۶۳۳۴ مړه دي.

دغه راز په نړۍ کې له ۵.۵ میلیارډ څخه پر ډېرو خلکو د کرونا ویروس واکسین پلی شوی دی.

په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۴۲ میلیون کسانو ته رسیدلی، چې ۶۷۲ زره ترې مړه شوي دي.

په انګلستان کې د کرونا ویروس ۳۲۶۵۱ نوې مثبتې بېښې ثبت شوي، چې پرې د ټولو اخته کسانو شمېر له ۷.۳ میلیون ډېر شوی او تازه د ۱۷۸ ناروغانو مړینه ثبت شوې، چې ورسره د مړینې ټول شمېر ۱۳۴۹۸۳ ته ورسېده.

له بلې خوا په هند کې پر کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۴۱۷۳۹۰ ته رسیدلی، چې یوازې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا له ۳۵۶۶۲ نویو مثبتو بېښو له ثبت خبر ورکړ شوی دی.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې تر دې دمه په هند کې له کرونا ویروسه ۴۴۴۵۲۹ ناروغان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version