تازه خبرونه
په نږدې راتلونکي کې به د نشه يي توکو کچه صفر ته راټیټه شي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق پر وړاندې مبارزه روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به د نشه يي توکو کچه صفر ته راټیټه شي.
په داسې حال کې، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان څخه خپلو هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښمن دي؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي، چې په هېواد کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کوي او ډېر ژر به په هېواد کې د نشه يي توکو کښت صفر ته ورسیږي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي، چې د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي هڅې چټکې روانې دي او د اسلامي امارت له پیل راپدیخوا ګڼشمېر قاچاقبران نیول شوي او بندیان دي.
ذبیح الله مجاهد ګاونډ او سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په اړه دې اندېښنه نهکوي؛ د افغانستان حکومت او خلکو سره دې د نشهيي توکو د کرکېلې د مخنیوي په باید همکاری وکړي.
کارپوهان هم پهدې باور دي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د بندولو لپاره د اسلامي امارت جديت به د افغانستان پر نوي حکومت د هېوادونو باور زیات کړي او له افغانستان سره به د هېوادونو اړیکې ښې او پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د اسلامي امارت مشرتابه په هېواد کې د نشهيي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د بندېدو فرمان صادر کړ او خبرداری یې ورکړ، چې د دغه فرمان له سرغړونکیو سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي. اوس ډېري بزګران د کوکنارو د کرلو پر ځای د اینجې کرل پیل کړي دي.