سوداگري

په نږدې راتلونکي کې د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو چارې پیل کیږي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۹, ۱۴۰۲)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ  ( د زمري اوومه) د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کميسیون نوبتي غونډه د ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

دغه راز د اقتصادي کمیسیون په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت، مالیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت ګډې کمیتې ته دنده وسپارل شوه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم د کانونو د عوایدو په بدل کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او همدارنګه د روزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اړوند د آغا جان بند د جوړولو لپاره عملي تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د اقتصادي کمیسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو تړونونه د ملي پراختیا شرکت سره شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي.

Trending

Exit mobile version