تازه خبرونه

په نیمروز ولایت له ایرانيو ځواکونو سره په نښته کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په نیمروز ولایت کې له ایران سره پر پوله نښته تائید کړې او څرګندوي، چې د پولې دواړو غاړو ته دوه تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي، چې ایراني ځواکونو د افغانستان پر سرحدي ځواکونو ډزې کړي، چې بیا له ځوابي ډزو سره مخ شول. په دې نښته کې د دواړو لوریو یو ـ یو کس وژل شوی یو شمېر نور ټپیان دي.

عبدالنافع تکور ویلي، چې اسلامي امارت نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره جګړه وکړي.

هغه وویل چې اوس حالات تر کنټرول لاندې دي او اسلامي امارت نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره جګړه وکړي.

د دې نښتې په ځواب کې، د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، چې اسلامي امارت خبرې او مذاکرات د هرې ستونزې د حل لپاره مناسبه لاره ګڼي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې او منفي کړنو لپاره پلمې جوړول د هیڅ لوري پر ګټه نه‌دي.

د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت سره پرپوله د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او ایراني پوځیانو ترمنځ دا نښته د شنبې پر ورځ رامنځته شوې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په ۱۳۵۲ لمریز لېږدیز کال د هلمند په اوبو کې د ایران د حق تړون لاسلیک شوی؛ خو په دې وروستیو کې د افغانستان د سرغړونې په اړه د ایران ادعاوې زیاتې شوې دي.

ایران ادعا کوي، چې اسلامي امارت د هلمند سیند تړلی او دوی یې په اوبو کې له حقه بې برخې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې د خبرو او همغږۍ له لارې حل کېدی شي.

Trending

Exit mobile version