نړۍ

په نیپال کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له ۷۲ مسافرو سره راغورزېدلې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱)

د یتي هوایي شرکت څرګنده کړې؛ یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۷۲ مسافر په کې سپاره ول راغورزلوېدلې ده.

یاد شرکت زیاته کړې، چې الوتکې ۶۸ مسافر او د عملې څلور غړي لرل.

دغه راز ویل شوي، چې د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته پر لاره دي؛ تر اوسه معلومه نده، چې څوک به ژوندي پاتې وي او کنه.

تر اوسه د ۱۶ کسانو د مړه کېدو تائید شوی دی.

دغه الوتکه د نیپال له مرکز څخه د دغه هېواد پلازمېنې کتماندو ته روانه وه.

ځینو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې پر غورزېدلې الوتکې اور لګېدلی او د ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې اور مړ او هغه مسافر وژغوري، چې ښايي ژوندي پاتې وي.

ځینو سرچینو ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.

یو شمېر نورې سرچينې وايي، چې د الوتکې ټول مسافر مړه شوي دي.

په نیپال کې د الوتکې د غورزېدو وروستۍ پېښه په ۲۰۱۸ ز.کال کې رامنځته شوه، چې په کې له ۷۱ مسافرو څخه ۵۱ مړه شوي وه.

Trending

Exit mobile version