Connect with us

تازه خبرونه

په هرات او لغمان کې چاودنو ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

د هرات پولیسو ویلي، چې نن ماښام ۷:۲۰ د زمري ۸ د دغه ښار د د نهمي او دولسمې ښاري حوزو تر منځ ماین چاودنت رامنځته شوې، چې په کې درې کسان وژل ذشوي او ۶ نور ټپیان دي.

د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده زیاته کړې، چې دغه نښلیدونکی ماین د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د  مسافرو په فلانکوچ موتر کې ځای پر ځای شوی و.

نوموي ویلي، چې د دغې پېښې ټول قربانیان روغتونونو ته لیږدول شوي؛ خو ولیزاده ندي ویلي، چې د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي او که پوځیان.

تر دې دمه د پېښې پړه هیچا پر غاړه نده اخیستې؛ خو هرات پولیسو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

دغه را نن ماښام د لغمان ولایت د مهترلام ښار د سلطان بابا په اړوند سیمه کې هم چاودنه رامنځته شوې ده.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي، چې په یاده سیمه کې له چاودیدونکیو توکو ډک یو موتر سایکل چاودنه کړې، چې په کې ۷ عام وګړي ټپیان شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت هوايي ځواک په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د «داعش» او« شر او فساد » ګډ مرکزونه ویشتي دي

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

Published

on

 

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوايي ځواک د سې‌شنبې پر ماښام(د غبرګولي نهمه) د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه او هغه مرکزونه، چې دې وزارت د « شر او فساد » مرکزونه بللي؛ په هوايي بریدونو کې پر نښه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو بریدونو څخه یو یې د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د سرانانو سیمه پر نښه کړې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې له دې مرکزونو څخه پر افغانستان د بریدونو او ورانوونکو فعالیتونو پلانونه جوړېدل او هغه بریدونه همغږي کېدل، چې افغان ملکي وګړي یې پر نښه کول.

یاد وزارت زیاته کړې، د خیبرپښتونخوا ایالت د قمبرخېل او د چترال د شاه‌سلیم درې د ګرم‌چشمې په اړوند سیمو کې یې د «شر او فساد » مرکزونه هم د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دغو بریدونو کې د «داعش»غړو، «د شر او فساد غړو» او د هغوی ملاتړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دا عملیات د ملکي وګړو له مرګ‌ او ژوبلې پرته ترسره شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای پر نښه کړي، چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرله‌پسې روانې ساتلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

Published

on

 

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او څرګندوي، چې دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

د خبرپاڼې له مخي؛ دغه بریدونه د پاکستان د «بې‌پروا چلند» دوام ښيي او دا ښیي، چې اسلام‌آباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا څخه پخپل کلک ملاتړ ټینګار څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ اوړمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117