سیمه ییز خبرونه

په هرات كې د اداري فساد په وړاندې مبارزه د اندېښنې وړ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هرات والي وايي، چې:

له اداري فساد سره د مبارزې زياتره بنسټونه له فساد سره د مبارزې په ځاى د سياسي او فكري غچ اخيستنو په هڅه كې دي.

د هغه په وينا:

اداري فساد هغه ستونزه ده، چې د دولت ستنې خاموي. دولتي مامورين زر او يا هم د دوه  زرو افغانيو په تور بندي كيږي؛ خو هغه كسان، چې ميليونونه دالر يې اختلاس كړي، په غلاوو او د ځمكو په غصب كې لاس لري، ازاد گرزي.

په داسې حال كې، چې افغان دولت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې چټكې كړي، د هرات والي داود صبا وايي، چې:

اداري فساد حكومت له سختو ستونزو سره مخامخ كړى دى. كه د اداري فساد له عاملينو سره جدي مبارزه ونه شي؛ نو كيداى شي حكومت له نه جبران كيدونكيو ستونزو سره مخ كړي.

په داسې حال كې، چې په لويديځو ولايتونو كې افغان ځواكونو ته د مسووليتونو د ليږد درېيم پړاو پيل شو، خو د هرات والي ټينگار كوي، چې كه له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، د امنيتي مسووليتونو د ليږد په برخه كې به له سختو ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي صبا له اداري فساد سره د مبارزې روانه پروسه د اندېښنې وړبولي او زياتوي، چې افغانان له هغو كسانو سره د قانوني چلند په تمه دي، چې په غلاوو او اختلاسونو كې لاس لري.

Trending

Exit mobile version