سیمه ییز خبرونه
په هرات كې د نفوسو زياتوالي د چارواكو اندېښنې را پورته كړې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هرات والي وايي:
لوى ناورين د رامنځته كيدو په حال كې دى، چې په اړه يې بايد بيړني گامونه واخيستل شي.
د هرات والي څرگنده كړې، چې:
په هرات ښار كې اوس درې ميليون كسان ژوند كوي.
په هرات كې هره ورځ په منځۍ توگه له اتيا څخه تر۱۰۰ پورې ماشومان نړۍ ته راځي.
د هرات د حوزوي روغتون مديرمحمد رفيق شېرزى وايي:
په روغتون كې ترټولو بوخته څانگه نسايي ولادي ده.
د هرات والي داودشاه صبا وايي:
دا ښار د دومره اوسيدونكو د ژوند كولو ظرفيت نه لري. د نفوسو دا وده د ولايت لپاره ښه راتلونكې نه لري. د هرات ښار دېرش كاله وړاندې يو ميليون او دوه سوه زره نفوس درلود، خو اوس د نفوسو له ودې سره مخ دى، چې بايد ورته پاملرنه وشي.
دا په داسې حال كې ده، چې د يو شمېرارزونو له مخې په راتلونكو پنځوس كلونو كې به د افغانستان نفوس اويا ميليون تنو ته ورسيږي.
