سیمه ییز خبرونه
په هرات كې ولايتي شورا له امنيتي حالاتو اندېښنه لري
د هرات ولايتي شورا په يوه بېړنۍ غونډه كې وويل، چې:
د دغه ولايت پېنځه ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ شوي دي.
د هرات امنيتي مسوولين بيا د ولايتي شورا دا اندېښنه بېځايه بولي او زياتوي، چې:
قضاوت له خلكو سره دى.
د هرات اوبه، ادرسكن، شينډنډ، كشك كهنه او رباط سنگي ولسواليو د امنيتي حالت په اړه د دغه ولايت ولايتي شورا اندېښمنه ده.
د هرات ولايتي شورا رييس عبدالظاهر فيض زاده وايي، چې:
په هرات كې د پوليسو كوماندانانو ترمنځ د همغږۍ نشتون او د هغوى كمزوري مديريت د هرات پېنځه ولسوالۍ د سقوط له گواښ سره مخ كړي دي.
د هرات ولايت امنيه كوماندان په توگه د جنرال سيد عبدالفغارسيد زاده له ټاكل كيدو پېنځه مياشتې وروسته دا لومړى ځل دى، چې د دغه ولايت ولايتي شورا د هغه پر كړنو نيوپكه كوي.
د هرات امنيه كوماندان جنرال سيد زاده وايي، چې:
د ولايتي شورا د دغو څرگندونې ترشا لمسون پروت دى. د هرات د امنيت په اړه قضاوت له خلكو سره دى.
د هغه په وينا په ښار كې امنيت له پخوا ډېر ښه شوى او د شينډنډ په ولسوالۍ كې هم حالات د ښه كيدو پرلوري روان دي.