سیمه ییز خبرونه
په هرات كې وژل شوى ماشوم د احتجاج په توگه خاورو ته نه دى سپارل شوى
په هرات كې د صنعتگرو اتحاديې چارواكو د اختطافگرو لخوا د يوه ماشوم له وژنې وروسته د دغه قتل د عاملانو د اعدام په موخه نن شنبه(د سلواغې۱۴) د عمومي اعتصاب د پيل خبرور كړى دى.
ويل كيږي، چې اته كلن علي سينا شاوخوا شل ورځې مخكې په هرات كې د اختطافگرو لخوا وژل شوى، خو مړى يې د تېرې پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۱۲) كورنى ته سپارل شوى دى؛ خو تر اوسه د احتجاج په توگه خاورو ته نه دى سپارل شوى.
د وژل شوي ماشوم پلار وايي، چې:
كه څه هم ولسمشر حامد كرزي ډاډ وركړى، چې قاتلينو ته به قانوني سزا وركړي، خو دى زياتوي، چې قاتلين بايد اعدام شي.
د وژل شوي ماشوم پلار وايي:
د خپل زوى جسد به ترهغې خاورو ته ونه سپارل شي، چې عاملين يې اعدام شوي نه وي.
ولسمشر حامد كرزي د وژل شوي ماشوم له پلار سره په تيليفون خبرې كړي او ډاډ يې وركړى، چې قاتلين به د قانون سره سم په سخته سزا محكوم شي.
په هرات كې پوليس وايي، چې:
د دغه قتل په توراته كسان نيول شوي، چې دوه ښځې هم په كې دي.
نيول شوي كسان په دې اعتراف كوي، چې د ماشوم له كورنۍ څخه يې پېنځه نوي زره دالر هم تر لاسه كړي دي.
په هرات كې د عدلي طب يوې سرچينې ويلي، چې دغه ماشوم په ټپي حالت كې تر خاورو لاندې شوى او بيا يې ساه وركړې ده.
دهرات د صنعتگرو د اتحاديې رييس حميدالله خادم د دغه قتل د عاملانو د اعدام د غوښتنې په موخه د عمومي اعتصاب د پيل خبروكړى دى.
د ولسمشرۍ وياند ايمل فيضي خبري رسنيو ته ويلي، چې دا قضيه به د ولسمشرۍ لخوا په جدي توگه وپلټل شي.
د هغه په وينا ولسمشر حامد كرزي سترې محكمې ته امر كړى، چې د دغه قتل عاملين د قانون سره سم په اشد مجازات محكوم كړي.
