سیمه ییز خبرونه
په هرات ولايت كې د زده كوونكيو ځورولو اندېښنې راپارولي
د هرات ولايت د پوهنې چارواكي د ښوونكو لخوا د زده كوونكيو پر ځورولو او وهلو اندېښنه څرگندوي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس بصير احمد طاهري وايي:
زموږ پلټنو په ډاگه كړې، چې د ښوونځيو د يو شمېر ښوونكيو لخوا د پوهولو په موخه زده كوونكي وهل او ټكول كيږي.
طاهري وويل:
له وهلو او ټكولو څخه د مخنيوي په موخه مو ښوونځيو ته مكتوبونه ليږلي او په دې اړه مو له مديرانو سره ځانگړې ناستې هم تر سره كړې دي.
د نوموړي په وينا:
د افغانستان د پوهنې په نظام كې د زده كوونكيو د ځورولو او سپكاوي مخه نيول شوې او هغه كسان، چې دا كار كوي؛ ورسره به قانوني چلن وشي.
دغه راز يو شمېر كورنۍ هم په ښوونځيو او جوماتونو كې له ځورولو او سپكاوي اندېښمنې شوې او وايي، چې:
په ځينو برخو كې ښوونكي او ملاامامان زده كوونكي ځوروي او سخت وهل كيږي.
د دوى په وينا:
د ښوونكيو او ملاامامانو دا كار پرزده كوونكيو منفي اغېزلري او د هغو د ودې مخه نيسي.
دغه كورنۍ د پوهنې او حج و اوقافو له وزارتونو غواړي، چې په ښوونځيو كې د دغې ستونزې په له منځه وړلو كې ډاډمنې هڅې ترسره كړي.
