سیمه ییز خبرونه

په هرات ولايت كې يو شمېر دولتي ادارې د ځمكو د غصب زمينه برابروي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دولتي ځمكوغصب څه نوې خبره نه ده؛ خو دا ځل د هرات والي سيد فضل الله وحيدي په دې اړه نوې خبرې لري:

يو شمېر دولتي ادارې د ځمكې له غاصبانو سره همكاري كوي.

ښاغلى وحيدي زياتوي

دا ادارې د لږ پيسو په بدل كې، چې غاصبان يې وركوي؛ د دولتي ځمكو د غصب لپاره زمينه برابروي. نوموړي په خپلو څرگندونو كې له كومې ځانگړې ادارې نوم نه اخلي.

ښاغلى وحيدي د ځينو محدوديتونو يادونه كوي او وايي، د غصب شويو ځمكو د بېرته راگرځولو په برخه كې يو شمېر خنډونه پراته دي.

د نوموړي په وينا:

عرفي او شرعي اسناد، چې له لارې يې دولتي ځمكې څو ځلې پېرل شوي او پلورل شوي؛ د دولتي ځمكو د بېرته راوگرزولو خنډ دي او كه اقدام وكړي اړ دى، چې څو كاله د هغه لپاره صبر وكړي.

د نوموړي په خبره دا هغه څه دي،  چې ظاهرا يې دى ستړى كړى دى.

د دولتي ځمكو غصب په هرات كې له له تېرې لسيزې را پديخوا وده كړې او څو ځلې په دې ولايت كې بېلابېلو برخو پرې نيوكې كړې؛ خو د بېرته راگرزولو چارې يې ډېرې ټكنۍ او يا په نشت حساب دي.

Trending

Exit mobile version