تازه خبرونه
په هرات ولایت کې هریرود سیند ته د سلما بند اوبه خوشې شوې
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبر پاڼې له مخې؛ دغه پرېکړه د هرات والي اسلامجار پر مشرۍ د هریرود د اته ولسوالیو له استازو او اړوند چارواکو سره په ګډه ناسته کې رامنځته شوې ده.
پرون(د لړم مياشتې پر لسمه) په هرات ولایت کې د ۲۰ ورځو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو پرېکړه وشوه او د هریرود سیند ته اوبه خوشې شوې دي.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبر پاڼې له مخې؛ دغه پرېکړه د هرات والي اسلامجار پر مشرۍ د هریرود د اته ولسوالیو له استازو او اړوند چارواکو سره په ګډه ناسته کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: « په دې غونډه کې د اوبو د معقول مدیریت، د اوبو زېرمو د رامنځته کولو، د جذبکوونکو څاهګانو د کېندلو او د اوبو د تنظیم لپاره د مټرونو د لګولو پر ټینګار ټینګار شوی دی.
ویل کیږي، چې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو لړۍ به د روانې میاشتې تر پایه روانې وي.