سوداگري
په هرات کې به بڼوال ۱۵۰ زره ټنه انګور راټول کړي
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي؛ په هرات کې به بڼوال شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه انګور راټول کړي، چې له ۶۰ سلنې ډېر یې پر ممیزو بدلېږي او بیا بهر ته صادرېږي.
د انګورو د حاصل فصل رارسېدلی او بڼوال هره ورځ لسګونه ټنه انګور بازار ته وړاندې کوي.
د هرات د کرنې ریاست څرګنده کړې، چې له ۶۰ سلنې ډېر انګور پر ممیزو بدلیږي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مشر حمیدالله ناصري ويلي، سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي دي.
بڼوال عصمت الله وایي: دا مهال په هرات کې بڼوال له ۷۰ ډېر ډوله انګور کري؛ خو ډېري يې په کورنيو بازارونو کې په ډېره ټيټه بيه پلورل کېږي او بهرنيو هېوادونو ته د انګورو د صادرولو زمينه نده برابره شوې.
د معیاري سړو خونو نشتوالی او د هوایي د هلیزونو بندیدل هغه څه دي، چې د هرات کروندګر یې اندېښمن کړي او وايي چې حاصل یې په مناسبه بیه نه پلورل کیږي.
د هریرود سیند په غاړو کې د ډېرو ولسوالیو بڼوال له دولس زره هکتاره زیات د انګورو بڼونه لري، چې سږ کال اټکل شوی، له دې باغونو به ۱۵۰ زره ټنه انګور را ټول شي.
