سیمه ییز خبرونه
په هرات کې دوه چاودنو ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
سیمه ییز خبرونه
ایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
سپاه پاسداران ویلي، چې د اردن «الازرق» سیمې ته نږدې یې پر یوې اډې بالسټیک توغندي توغولي دي.
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې پر پېنځه ایراني تېللېږدوونکو د برید په غبرګون کې یې د اردن امریکايي پوځي اډه او هرمز تنګي ته نږدې ۱۰ بېړۍ پر نښه کړې دي.
سپاه پاسداران ویلي، چې د اردن «الازرق» سیمې ته نږدې یې پر یوې اډې بالسټیک توغندي توغولي دي.
ایران ادعا کړې، چې برید درانده زیانونه اړولي؛ خو اردن وايي، چې له ۲۰ توغول شویو توغندیو څخه یې ۱۸ شنډ کړي او دوه نور په نااستوګنو سیمو کې لګېدلي دي.
اردني چارواکو ویلي، چې په برید کې د مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې په اردن کې د ایران برید اغېزناک نه و او ټول امریکايي سرتېري خوندي دي.
سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي په « بنده او ناامنه» سیمه کې یې ۱۰ بېړۍ، چې دوه امریکايي بېړۍ او اته تېللېږدوونکې په کې دي؛ پر نښه کړي.
دا بریدونه له هغې یوه ورځ وروسته شوي، چې د امریکا پوځ د پېنځه ایرانيو تېللېږدوونکو پر نښه کول او ویجاړول اعلان کړل.
د امریکا مرکزي قومندانۍ د دغو بریدونو ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام د سپاه پاسداران له لوري پر یوې امریکايي جنګي بېړۍ د بالسټیک توغندیو د برید په غبرګون کې شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي؛ که ایران هڅه وکړي پر امریکايي جنګي بېړیو برید وکړي، واشنګټن به نورې ایرانۍ تېللېږدوونکې بېړۍ هم پر نښه کړي.
دغه راز له یوې میاشتې نسبي آرامۍ وروسته د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه یو ځل بیا پراخ شوي او په سیمه کې پوځي بنسټیزې ودانۍ، بېړۍ او د انرژۍ مرکزونه پر نښه شوي دي. دې وضعیت د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د چارشنبې په لومړنۍ راکړه ورکړه کې د نفتو بیه هم لوړه شوې او د برنټ تېلو بیه نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
بل لوري ته د یمن حوثیانو هم د سېشنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر څو ښارونو پراخ بریدونه کړي، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ۷۳ کسان په کې ټپیان شوي او د تېلو په تاسیساتو کې یې اور لګېدلی دی.
حوثیانو ویلي، چې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله یې د سعودي عربستان د خمیس مشیط هوايي اډه او د ابها، نجران او جازان په اړوند سیمو کې د دې هېواد د تېلو د دولتي شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.
سعودي چارواکو په یادو سیمو کې د اورلګېدل تائید کړي او څرګندوي، چې ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ له می راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد
د «کپلر» شننیزې کمپنۍ د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس ورځو کې هره ورځ پر منځنۍ کچه یوازې ۱۰ سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي. په داسې حال کې، چې د جمعې پر ورځ د دغو بېړیو شمېر له ۱۵ څخه ډېر و.
د امریکا او ایران لهخوا پر تېلو وړونکو بېړیو له بریدونو وروسته، له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو توکو د لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ له تېرو درې میاشتو راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د «کپلر» شننیزې کمپنۍ د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس ورځو کې هره ورځ پر منځنۍ کچه یوازې ۱۰ سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي. په داسې حال کې، چې د جمعې پر ورځ د دغو بېړیو شمېر له ۱۵ څخه ډېر و.
دغه راز د شنبې پر ورځ یوازې دوه او د یکشنبې پر ورځ شپږ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوي، چې ډېری یې د ایران له لارې تللې دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د شنبې پر ورځ درې ایراني تېللېږدوونکې بېړۍ پر نښه کړې دي. په مقابل کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، چې درې هغه تېللېږدوونکې بېړۍ یې پر نښه کړي، چې له ناقانونه لارو تېرېدې او درې نورې امریکايي بېړۍ یې هم پر نښه کړې دي.
د سمندري معلوماتو شرکت «ماریسک» دغه بریدونه په سمندري نښتو کې د پام وړ زیاتوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، چې په هرمز تنګي او عمان سمندر کې له ایران سره تړلو او همدارنګه له امریکا سره تړلو بېړیو ته خطر په څرګند ډول زیات شوی دی.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم ویلي؛ د جولای له شپږمې راپدېخوا د هرمز تنګي په شاوخوا کې د راکټي بریدونو ۲۷ پېښې ثبت شوې دي، چې بېړیو ته یې زیانونه اړولي دي.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی او په دې اوبلاره کې د بېړیو د تګ راتګ کمېدا کولی شي پر سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.
سیمه ییز خبرونه
هرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پر الوتکهوړونکې او یوې بېړۍ ویجاړوونکې بېړیو څو بالسټیک توغندي توغول شوي دي.
د امریکا او ایران ځواکونو د شنبې پر ورځ د ایران په شاوخوا اوبو کې د بېړیو په تړاو یو پر بل بریدونه کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د پراخېدا او د انرژۍ د اکمالاتو د ګډوډېدا اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پر الوتکهوړونکې او یوې بېړۍ ویجاړوونکې بېړیو څو بالسټیک توغندي توغول شوي دي.
د سپاه پاسداران د خپرې شوې خبرپاڼې د ادعا له مخې؛ دغه دواړه امریکايي جنګي بېړۍ د «ایراني بېړیو د ځورولو او د سمندري محاصرې په برخه کې د ګډون» په حال کې وې.
تسنیم خبري آژانس هم د سپاه پاسداران د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دغه دوه جنګي بېړۍ له سیمې څخه وتلو ته اړ شوې دي.
سپاه پاسداران د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان برډ کوپر پخوانیو څرګندونو ته هم نغوته کړې، چې ویلي یې ول:« که زمونږ پر دوه بېړیو ډزې وکړئ؛ پر تاسې به ډېر اقتصادي بندیزونه ولګوو او ستاسې درې بېړۍ به پر نښه کړو.»
سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې که امریکا خپلو« دښمنانه اقداماتو» ته دوام ورکړي؛ د ایران وسلهوال ځواکونه به «د پام وړ ځواب» ورکړي.
هرمز تنګی د انرژۍ یوه مهمه نړیواله لار ده، چې له دې مخکې د نړۍ د تېلو شاوخوا پېنځمه برخه صادرات ترې تېرېدل.
-
تازه خبرونه4 days agoپنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز
-
تازه خبرونه4 days agoله امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
-
تازه خبرونه3 days agoایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
-
تحول4 days agoتحول: افغانستان او د منځنۍ آسیا د امنیت پر سر د قدرتونو سیالي
-
تازه خبرونه2 days agoله امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو
-
سوداگري2 days agoسعودي دلتا شرکت په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او پراختیا تړونونه لاسلیک کړل
