تازه خبرونه
په هرات کې د ا.ا له ځواکونو سره په نښته کې ۴ داعشیان ووژل شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۰)
نن (یکشنبه د لړم ۲) د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د اسلامي امارت او داعشیانو ترمنځ له نښتې څلور داعش جنګیالي ووژل شول.
د اسلامي امارت د استخباراتو رسنیزې څانګې منلې، چې یاده نښته نن غرمه شاوخوا یوولس نیمې بجې پیل او د ماسپښین تر ۳ بجو روانه وه.
د هرات امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې وژل شوي کسان انسان تښتوونکي وه، چې د اسلامي امارت د ځواکونو پر وړاندې د مقاومت په پایله کې ووژل شول.
د هرات امنیه قومندانۍڅرګنده کړې؛ له دغو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او په دذې نښته کې د اسلامي امارت دوه ځړواکونه هم ټپیان دي.