سوداگري
په هرات کې د برښنا د ۴ پروژو کار پیل او ۵ نورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په دې نویو پيل شویو پروژو کې « د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برښنا انتقالي لین غځول شامل دي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند لهخوا نن( پنجشنبه د مرغومي څلورمه ) د ۳.۹۸ میلیارډ افغانیو پر ارزښت د برښنا له ۹ لویو پروژو څخه د ۴ چارې پيل او پېنځه نورې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.
په دې نویو پيل شویو پروژو کې « د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برښنا انتقالي لین غځول شامل دي.»
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ملا برادر دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او څرګندوي، چې د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنځي له برښنا برخمن شي او په کور دننه به د باثباته برښنا لرونکي شوو.
دغه راز نوموړي ټولو هغو پانګوالو ته، چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ زیری ورکړ، چې له یوې خوا ورته پېنځه کلن مالیات بښل کیږي او هم به ورته دایمي برېښنا ورسول شي.
هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د محدودوونکو سیاستونو پر ځای تعاملي لار غوره او د دغه هېواد نننی امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت پر سترګه وګوري.
ملا برادر وایي: نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نهکوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.
دغه راز هغه د قراردادي شرکتونو له مسوولینو او تخنیکي ډلو وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.
ویل کیږي، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټره پر اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سبسټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا رسول کېږي.
سوداگري
افغان او تاجک استازو د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
په دې خبرو کې سید کریم هاشمي د تاجکستان سوداګرو او پانګوالو ته د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.
ټاکل شوې دغه نندارتون د تلې پر پېنځلسمه په کابل کې پیل شي.
د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته بلنه ورکړه، چې د دوشنبه ښار په جوړېدونکي ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون کې ګډون وکړي.
دواړو لوریو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
سوداگري
د افغانانو جبري ایستل د لویدیځ د دوهمخي سیاست یوه برخه ده – روسیه
زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخکېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا ويلي؛ لویدیځو هېوادونو له افغانستان څخه د هغو افغانانو د وتلو په تړاو خپله تګلاره بدله کړې، چې د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال له زمري وروسته یې دا هېواد پرېښی او اوس یې د جبري ایستلو بهیر چټک شوی دی.
زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخکېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د پخوانیو چارواکو او پوځيانو لپاره د دې تګلارې معنا له دغو هېوادو څخه پر زوره ستنول دي. ښايي له ستنېدا وروسته په افغانستان کې پر موجه بڼه خاینان وبلل شي.
زاخارووا ویلي، له هغو افغان پناهغوښتونکو څخه د خلاصون بهیر چټک شوی، چې نور ورته اړتیا نهلیدل کېږي.
هغې همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو هېوادونو هغو راپورونو ته نغوته کړې، چې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته یې د اسنادو د ورکړې پر موخه د اعتبار اجازه ورکړې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د قطر د السیلیه کمپ د نږدې کېدا بندېدو ته پر نغوته ویلي، په دې هېواد کې د امریکا د پخوانۍ پوځي اډې په یوه کمپ کې د مېشتو څه باندې زر افغان همکارانو برخلیک اوس هم ناڅرګند دی.
هغې زیاته کړې، واشنګټن د خپلو پخوانیو افغان متحدانو خدمتونه هېر کړي او نه غواړي هغوی په امریکا کې ومني؛ بلکې د هغوی د بیا مېشتولو لپاره له افریقايي هېوادونو سره خبرې کوي.
زاخارووا په پای کې ویلي، د اروپايي او امریکايي هېوادونو هغه تګلاره، چې له یوې خوا د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د اسلامي امارت چارواکي نیسي او له بلې خوا افغان همکاران افغانستان ته ستنوي. د هغې پر څرګندونه، په لویدیځ کې د مصلحتپالنې او بېاصولۍ یوه بېلګه ده.
سوداگري
د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: د بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیز رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي بوټان له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او روغتیايي پمپرونه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته؛ لوړه شوې ده.
د مالیې وزارت ويلي، د تعرفو کمیټې د ۱۴۰۵ز.کال په درېیمه غونډه کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او صنعت د ودې لپاره د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: د بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیز رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي بوټان له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او روغتیايي پمپرونه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته؛ لوړه شوې ده.
دغه راز د زړه د سپرینګ ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۳،۵ سلنې ته راکمه شوې ده.
د مالیې وزارت زیاتوي، چې د سمنټو، اوسپنیزو نلونو، یخچالونو او د غالۍ اوبدلو لپاره د کارېدونکو اومه توکو ګمرکي تعرفې هم تر څېړنې لاندې دي.
دغه وزارت ويلي، د تعرفو د بدلون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صنعت پیاوړتیا او د سوداګرۍ د ودې لپاره د زمینې برابرول دي.
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
نړۍ2 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه1 day agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
