سوداگري

په هرات کې د برښنا د ۴ پروژو کار پیل او ۵ نورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په دې نویو پيل شویو پروژو کې « د پُل هاشمي سب‌سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشنونو ترمنځ د برښنا انتقالي لین غځول شامل دي.»

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند له‌خوا نن( پنجشنبه د مرغومي څلورمه ) د ۳.۹۸ میلیارډ افغانیو پر ارزښت د برښنا له ۹ لویو پروژو څخه د ۴ چارې پيل او  پېنځه نورې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.

په دې نویو پيل شویو پروژو کې « د پُل هاشمي سب‌سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشنونو ترمنځ د برښنا انتقالي لین غځول شامل دي.»

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ملا برادر دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او څرګندوي، چې د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنځي له برښنا برخمن شي او په کور دننه به د باثباته برښنا لرونکي شوو.

دغه راز نوموړي ټولو هغو پانګوالو ته، چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ زیری ورکړ، چې له یوې خوا ورته پېنځه کلن مالیات بښل کیږي او هم به ورته دایمي برېښنا ورسول شي.

هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د محدودوونکو سیاستونو پر ځای تعاملي لار غوره او د دغه هېواد نننی امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت پر سترګه وګوري.

ملا برادر وایي: نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه‌کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.

دغه راز هغه د قراردادي شرکتونو له مسوولینو او تخنیکي ډلو وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.

ویل کیږي، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټره پر اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌سټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا رسول کېږي.

Trending

Exit mobile version