تازه خبرونه
په هرات کې د طالبانو ۱۳۰کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه
(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۴۰۰)
د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ د مولوي مردان پر مشرۍ د طالبانو یوه ۱۳۰ کسیزه ډله د ملي امنیت ریاست، ولایتي شورا او قومي مشرانو د هڅو پر بنسټ د حکومت د سولې له ملي پروګرام سره یوځای شول.
د هرات والي عبدالصبور قانع ویلي، دې ډلې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پراخه هڅې لرلې او د سیمې ډېري کلي یې تر څارنې لاندې ول.
د هرات ځایی چارواکو دا هم په ډاګه کړې، چې دا ډله د ملي امنیت ریاست، ولایتي شورا او قومي مشرانو د هڅو له مخې د حکومت د سولې له ملي پروګرام سره یوځای شوې ده.
د هرات والي ټینګار کړی، چې دا خلک به د امنیت د ټینګښت او له وسلوالو مخالفانو سره د مقابلې لپاره له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي.