تازه خبرونه

په هرات کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرزولو بهیر پیل شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۱)

د ځمکو له غاصبینو سره د مبارزې کمیسیون په هرات کې د هغو غصب شویو ځمکو، چې کلونه کېږي د زورواکو لخوا غصب شوي او مخنیوی یې نه کېده؛ د بېرته راګرزولو بهیر پیل کړی دی.

په هرات کې د ځمکو له غاصبینو سره د مبارزې کمیسیون په تېرو وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرزولې ده.

دا کمیسیون وايي، په تېرو کلونو کې سلګونه زره جریبه دولتي ځمکې د زورواکو لخوا غصب شوې وې. اوس له همدې کبله د هرات ښار په بېلابېلو سيمو کې د يادو ځمکو د بېرته راګرزولو لړۍ پيل شوې او په تازه مورد کې د هرات ښار په اتمه ناحيه کې شاوخوا اووه جريبه ځمکه له غاصبينو بېرته نيول شوې ده.

د هرات د ښارجوړونې او ځمکو مشر عبدالله اکبري ویلي: دا ملکیت د کورنیو چارو وزارت او امنیه قومندانۍ دی، چې د پاسپورت مدیریت ته سپارل شوی او مونږ بېرته راګرزولی، چې په راتلونکي کې به دلته د پاسپورټ مدیریت جوړ کړو.

د ځمکو له غاصبینو سره د مبارزې کمیسیون غړي محمد ناصر ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ مقام په څلورمه ګڼه فرمان کې ښکاره راغلي، چې د هرات د امنیه قوماندانۍ په ګډون یې اړوند ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې په هرات کې یو کمیسیون جوړ او د دغه کمیسیون لخوا د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره هڅې تر سره کړي.

د هرات د عدليې رياست ويلي، چې د ځمکو د غاصبينو په زرګونه دوسيې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تر څېړنې لاندې دي او ډېرى يې محکمې ته استول شوي، چې له همدې کبله د ځمکو له غاصبينو سره جدي چلند کېږي.

د هرات د عدليې رياست د قضایاوو آمر بهلول مخلص ویلي: تر هغه ځایه، چې شونې وي؛ مونږ جدي پرېکړه کړې او د غاصبینو مخه به ونیسو او د قانون منګولو ته به یې وسپارو او که اړتیا پیدا شوه له غاصبینو سره به نه یوازې جدي چلند وشي، بلکې دولتي جایدادونه هم ترې بېرته نیول کیږي.

د عدلي او قضايي ارګانونو په ګډون نږدې اته بېلابېل بنسټونه د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون غړي دي.

د هرات اوسیدونکیو له دغه بهیره هرکلی کړی او له زورواکو او د ځمکو له غاصبینو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

د هرات ولایت اوسیدونکی سید صادق ګیلاني ویلي؛ دا ډېره ښه خبره ده، چې دوی د ځمکو د غصب مسله جدي نیسي او غصب شوې ځمکې د زورواکو او د ځمکو له غاصبینو څخه بېرته اخلي.

د هرات ولایت یو بل اوسیدونکی عبدالواحدوایي: مونږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو، چې هغه ځمکې بېرته راوګرزوي، چې غاصبانو غصب کړي او د ځان لپاره یې لوړپوړي کورونه او باغونه جوړ کړي دي.

دغه ځمکې پخوا د هرات د امنيه قوماندانۍ د اداري رياستونو د جوړولو لپاره په پام کې نيول شوې وې، خو زورواکو له فرصت څخه په ګټې اخيستو غصب کړې دي او اوس بېرته حکومت ته سپارل کیږي.

Trending

Exit mobile version