سوداگري
په هرات کې د لمریزې برښنا یو خصوصي شرکت د ورځې ۳۰۰ تختې تولیدوي
په هرات ولایت کې یو خصوصي شرکت هره ورځ ۳۰۰ سولر تختې تولیدوي، چې ۶۵۰ واته وړتیا لري.
د دغه شرکت مسوولین وايي، دوی داسې سولر تولیدوي، چې د کیفیت له پلوه له سیمهییزو شرکتونو سره سیالي کوي.
د دوی د څرګندونو له مخې ، په دې کارخونه کې له پېنځه میلیون دالرو ډېره پانګونه شوې ده.
په هرات کې د سولر تختې د تولید شرکت عمومي مدیر وحیدالله برومند وايي: اصلي موخه یې د کار پیدا کول او دوهیم هدف یې په دغه هېواد کې د شرکتونو پیلول دي، چې لومړنۍ اړتیا ده.
په هرات کې د سولر د توليدي شرکت تخنيکي څانګې مشر غلام رسول حيدري ويلي: د دې کارخونې دننه وسايل زمونږ په ګاونډ هېوادونو لکه ايران، پاکستان، ترکمنستان او تاجکستان کې هم شتون نهلري.
غلام رسول حیدري زیاته کړې: د سولر تختو کیفیت ته په کتو، چې مونږ یې تولیدوو؛ له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په ۲۵ کلن تضمین سره تولیدیږي.
دا کارخونه د هرات د بازار او ۱۹ نورو ولایتونو د اړتیاوو د پوره کولو توان لري.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت تل د کورنیو تولیداتو پر کارولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ خونې رییس محمد زبیر دینپرور ویلي: تر هغې، چې مونږ په ځان کې بدلون را نهولو، هیڅوک به زمونږ وضعیت بدل نهکړي. دا هڅه د افغانستان د صنعت او اقتصاد د ودې لپاره ډېر مهم رول لوبوي.
دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې دوه سوه فابریکې فعالې دي، چې د دغو فابریکو ډېري مالکان هڅه کوي، چې با کیفیته توکي بازار ته وړاندې کړي.
د یادونې ده، چې په کورنیو تولیداتو د خلکو باور په بشپړه توګه نهدی ترلاسه شوی. دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه دپاسه دوه سوه فابریکې فعالې دي، چې د دغو فابریکو ډېري مالکان بازار ته د با کیفیته محصولاتو د وړاندې کولو هڅه کوي؛ خو د کورنیو تولیداتو په برخه کې د خلکو باور اوس رامنځته شوی نهدی.