تازه خبرونه

په هرات کې د کرنې ۱۴۵۰ پروژو د لغو کولو له کبله لاریونونه تر سره شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹)

په هرات ولایت کې یو شمېر کروندګرو د دې له کبله لاریون کړی، چې ګواکي په دغه ولایت کې د کرنې نږدې یو زر و پېنځه سوه پروژې لغوه شوې دي.

په هرات ولایت کې د یو زرو څلور سوه پنځوس کرنیزو پرژو د لغوه کیدو له کبله کروندګرو د ولایت مخې ته لاریون وکړ.

 کروندګرو ويلي، چې د پیل شویو پروژو بودجه اوسهم نه ده تائيد شوې.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې  مرستیال نجیب الله رحمتي ويلي، چې د دغو پروژو له لغو کیدو سره کروندګرو ته سخت زیان اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د هرات ولایت کروندګر د دولت جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیر احمد احمدي هم مني، چې په دغه ولایت کې د ممیزو د پروسس د ۱۰۰۰ خونو او د پیازو د ساتنې د څلور سوه شل زیرمو چارې په ټپه دریدلي دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د کروندګرو لخوا مطرح شوې ستونزې په ځای ګڼي او ټينګار کوي؛ والي له کروندګرو سره په خبرو کې ژمنه کړې، چې دا موضوع به په جدي توګه وڅېړل شي.

د کرنې وزارت د پلان له مخې په پام کې وه، چې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې پېنځلس زره پروژې عملي شي او د هرات ولایت په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې یې چارې پیل شوې؛ خو د بودجې د نشتوالي له کبله یې اوس چارې دریدلې دي.

Trending

Exit mobile version