Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې د یوناما دوه افغان کارکوونکي نیول شوي ملګري ملتونه

هغه وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نه‌دي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نه‌ده، چې له هغو سره وګوري.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي، چې د یکشنبې پر ورځ د اګست پر نهمه د اسلامي امارت له‌خوا په هرات ښار کې د افغانستان د مرستندویه پلاوي(یوناما) دوه افغان کارکوونکي نیول شوي دي.

هغه وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نه‌دي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نه‌ده، چې له هغو سره وګوري.

فرحان حق ویلي: “یوناما له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او د هغو د چارواکو د امتیازاتو او معافیتونو اطاعت ډاډمن کړي.”

هغه زیاته کړې؛ یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د واضح حکم لاندې کار کوي او د توقیفونو په اړه له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دی.

 د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د وضعیت په اړه تبصره نه‌ده کړې.

تازه خبرونه

مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړ شوه

دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.

Published

on

په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې، چې د زمري د څلیریشتمې په مناسبت جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د کابل او اسلام‌‌آباد اړیکې اوس هم له تاوتریخوالي او ستونزو سره مخ دي. دواړو لوریو د دوه‌اړخیزې همکارۍ د پراختیا او د شته کړکېچونو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

شکیب او فضل الرحمن د سیمې پر امنیت د اغېز لرونکو وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ یې د ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان سفیر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې شرایطو کې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې له پرله‌پسې کړکېچونو سره مخ دي؛ د اړیکو د لارو د پرانیستې ساتلو او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو د لارو چارو پر بحث راوڅرخېدل.

Continue Reading

تازه خبرونه

فارغ  شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ

د لوړو زده‌کړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د کابل پوهنتون له فارغ شویو زدهکړیالانو(محصلانو) غوښتي، چې له اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي او په هیڅ ډول شرایطو کې له خپل دین او مذهب څخه لاس وانخلي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.

په پیغام کې د والدینو او استادانو پر درناوي هم ټینګار شوی او له زده‌کړیالانو غوښتل شوي، چې په ورځني ژوند کې تقوا، اخلاص، رښتینولي او امانت‌داري په پام کې ونیسي.

په پیغام کې له استادانو هم غوښتل شوي، چې زده‌کړیالان له عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي پلوه سم وروزي؛ د هغوی ظاهري بڼې او سیرت ته پاملرنه وکړي، یووالي ته یې راوبولي او د هغوی د اخلاقي روزنې لپاره هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې په ۱۴۰۵لمریز کال کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ زده‌کړیالان فارغ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اوبو کمښت او بې‌سارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – اف‌ای‌او

د دې ادارې په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي، د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو پر بنسټ د هېواد کرنیز وضعیت ارزولی دی.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۵

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اګست په تازه کرنیز لیدلوري کې ویلي، د اوبو کمښت او د تودوخې لوړېدا د اوړي پر کرنیزو فصلونو او څړځایونو فشار زیات کړی دی.

د دې ادارې په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي، د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو پر بنسټ د هېواد کرنیز وضعیت ارزولی دی.

د راپور له مخې، د کیمیاوي سرې د بیو لوړېدل هم د کروندګرو وړتیا ګواښي، چې د راتلونکي ژمي د غنمو په کرکیله کې پانګونه وکړي.

دوی وړاندویېنه کړې؛ د« ال‌نینو» پدیدې پیاوړتیا او په هند سمندر کې د مثبت«دوه‌ګوني» رامنځته کېدا شونتیا ښیي، چې په راتلونکي ژمي او پسرلي کې به د اورښت کچه لوړه کړي؛ دا هغه څه دي، چې ښایي اوبو ته لاسرسی او د کرنیزو تولیداتو د زیاتېدا تمه ښه کړي.

دې ادارې خبرداری ورکړی، چې د اورښت زیاتوالی ښایي د سېلابونو، ځمکښوېدنې، کرنیزو محصولاتو ته د زیان او د څارویو د تلفاتو خطر هم زیات کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117