تازه خبرونه
په هرات کې د ۱۰۰ ځوانانو د ودونو ګډ مراسم ترسره شول
په هرات کې د ۱۰۰ ځوانانو د واده ګډ مراسم ترسره شول او د یوه خیره بنسټ لهخوا ورته کورتوکي او د اړتیا وړ وسایل هم برابر شول.
هغه ځوانان، چې کلونه کلونه یې د واده د مراسمو پر تمه ول؛ اوس خپل واده له نورو ځوانانو سره ګډ نمانځي.
په هرات کې ځايي چارواکي او فرهنګي کارپوهان وايي، چې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له کبله ډېرو ځوانانو د واده د مراسمو د تر سره کولو توان نهدرلود؛ خو ځينو خيريه موسسو د واده د مراسیمو پر جوړولو دوی ته د ګډ ژوندانه د پیل زمینه برابره کړه.
په هرات کې د دې ودونو تنظیموونکی عبدالحق صدیقي وایي: د هغې سروې له مخې، چې مونږ ترسره کړې؛ دا د ټولنې بېوسه کسان دي. دې خلکو د واده د ترسره کولو وس نهدرلود؛ د سروې په پای کې دوی بېوسي پېژندل شوي او نن یې د واده مراسم ترسره شول. د ناوې او ناوک د جامو په ګډون د دوی لپاره ټول شپېته قلمه جهیزونه چمتو شوي دي.
په اوسنيو حالاتو کې ډېر ځوانان د واده د لګښتونو توان نهلري او بې ځایه لګښتونه د دوی پر وړاند ستر خنډ بلل کیږي.
یو ناوک اسماعیل نومی وايي: دغه خیریه بنسټ راغی او زمونږ واده یې تنظیم کړ. خلک بېوزله دي.
بل ناوک غلام صدیق وايي: دا یوه اقتصادي ستونزه ده. زمونږ اقتصاد ډېر کمزوری و. مونږ نشو کولی واده وکړو.
په وروستیو کلونو کې د ډلهییزو ودونو جشنونه د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
یو شمېر فرهنګي کارپوهان وايي، چې د ودونو د زیات لګښت د مخنیوي لپاره دا ډول پروګرامونو ولسي کولو ته اړتیا لري.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر نعیم الحق حقاني وایي: مونږ دغه فرهنګ ښکلی او د ستایلو وړ ګڼو او د خپل ګران هېواد د ځوانانو او کورنیو پر ګټه یې ګڼو. هیله لرو، چې د حبیب یار بنسټ فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه نور هم پراخ شي. دا په ټول افغانستان کې د ټولو خیریه بنسټونو لپاره یو ښه مثال دی.
د دین عالم خلیل الله محمدي وايي: کله، چې دوه کورنۍ واده کوي؛ نو د واده پایله یې په ټولنه کې نیک او صالح اولادونه دي او په دې توګه د فساد مخه هم پرې نیول کېږي.
نږدې دوه اوونۍ مخکې په نیمروز کې د سل ځوانانو د واده مراسم ترسره شول. له څه وخت راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ډله ييزو ودونو د نمانځنې فرهنګ نور هم ځواکمن او دود شوی دی.