سیمه ییز خبرونه

په هرات کې نجونو د متوسطو او لیسو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

Published

on

په هرات کې د متوسطو او لیسو نجونو ويلي، چې یو ځل د کرونا وبا او دا ځل د اسلامي امارت د محدویت له کبله دوه کاله د زدکړو له بهیره بې برخې پاتې شوې دي.

په هرات کې د دوه نجونو لخوا د انځورګرۍ او نقاشۍ په جوړ شوي نندارتون کې داسې آثار نندارې ته ایښي، چې له یوې خوا په ټولنه کې د ماشومانو روزنې او پالنې ته د خلکو پام وراړوي او له بلې خوا د زدکړو او پوهنې پر ارزښت رڼا اچوي.

په دې نندارتون کې شپېته اثره نندارې ته وړاندې شوي دي.

په هرات کې دوه نجونو د نقاشۍ په یوه نندارتون کې خلکو او نړۍ ته داسې هڅه ښيي، چې تعلیم او تحصیل د نجونو او هلکانو اساسي حق دی.

د نندارتون جوړوونکې اسماء مهرورز وایي: زمونږ نندارتون دوه موخې لري؛ لومړۍ دا، چې ماشومان خوښ وساتل شي او وپوهیږي، چې دوی پدې ټولنه کې شتون لري او دوه یم دا، چې د نرینه وو حکومت وښیي، چې پر خپلو ګټو راونڅرخي، بلکې د ټولنې ماشومان هم د پاملرنې وړ دي.

په دې نندارتون کې هڅه شوې، چې چارواکو ته ور په زړه کړي چې د نجونو متوسطې او لیسې هم پرانیزي.

زدکړیاله لینا قادري وایي؛ زمونږ هیله دا ده، چې ښوونځي بیا پرانیستل شي؛ ځکه، چې هر ماشوم د زدکړې حق لري او تعلیم د هر ماشوم حق دی. که نرینه وي یا ښځینه، نجلۍ یا هلک وي.

زدکوونکې صدف وایي: مونږ زدکوونکي د کانکور ازموينې ته چمتووالی نيسو او مونږ نه غوښتل، چې لسم، يوولسم او دولسم ټولګي مو هسې تېر شي. مونږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو، چې د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

نندارتون ته راغلي کسان وايي، چې په دې شرایطو کې د داسې نندارتونونو جوړول د ماشومانو پر روحیه مثبته اغېزه کوي.

صهیب نومی زدکوونکی وایي؛ زه نن دلته راغلی یم، چې نښې وګورم او زه ډېر خوشحاله وم، چې دوی ماشومانو ته ارزښت ورکوي.

ثناء نومې زدکوونکې وایي: که مونږ بهرنيو هېوادونو ته وګورو؛ هغوی د ماشومانو وړې وړې لاسته راوړنې ښيي. مونږ هم باید خپلو ماشومانو ته دا فرصت ورکړو. زه هيله منه يم، چې په راتلونکیو څو کلونو کې به داسې شرايط برابر شي، چې زمونږ ماشومان خپل استعدادونه څرګند کړي.

افغان نجونې د داسې غونډو له لارې غواړي له یوې خوا د ژوند له ستړیاوو ځان یوې خوا ته کړي او له بلې خوا ښوونځیو ته د تلو لپاره خپلې تلوسې په ډاګه کړي.

Trending

Exit mobile version