تازه خبرونه
په هرات کې ټرافیکي پېښې له کبله ۸۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دا پیښه د سېشنبې پر شپه(د زمري اتهویشتمه) شاوخوا ۸:۳۶ د هرات ولایت په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د هرات- کابل پر لویه لار په دې غوني ځیږوونکې ټرافیکي پېښه کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دا پیښه د سېشنبې پر شپه(د زمري اتهویشتمه) شاوخوا ۸:۳۶ د هرات ولایت په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ګذرې پولیس ځواکونو د اور وژنې له ډلې او هرات امبولانس سره یوځای د پېښې ځای ته پخپل وخت رسېدلي او د قربانیانو جسدونه یې ولېږدول.
چارواکو ټینګار کړی، چې د پېښې د اصلي لامل د روښانه کولو لپاره اوس هم پلټنې روانې دي.