تازه خبرونه
په هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسلهوالو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسلهوالو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.
په هرات ولایت کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له کبله نړیواله غندنه راپارېدلې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افرادو، اشخاصو او ادارو د خواخوږۍ پیغامونه وړاندې شوي دي.
دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسلهوالو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسلهوالو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.
د تائید شویو راپورونو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي ټپیان شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې یو «وحشتناک جنایت» وباله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر چارسمبالې جورجټ ګانیون ویلي: «مونږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د روغتیا هیله کوو.»
هغه همدارنګه له چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه بشپړه څېړنه وکړي او په ټول افغانستان کې د ټولو خلکو امنیت ډاډمن کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم دا برید وغانده او دا یې «وحشیانه» وباله او د عدالت منګولو ته یې د عاملانو د کښلو غوښتنه وکړه.
هغې زیاته کړې، چې قربانیان شیعه مسلمانان دي.
همدارنګه ټینګار کوي، چې دا ډول هدفمند تاوتریخوالی باید بې سزا پاتې نشي.
اروپايي ټولنې هم دا ډلهییزه وژنه وغندله او څرګندوي، چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی په هیڅ حالت کې د منلو وړ ندی.
اروپايي ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او له زیانمنو شویو کسانو سره خپله خواشیني څرګنده کړه.
تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت ندی منلی.