سیمه ییز خبرونه

په هرات کې چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)

روغتیايي سرچینو څرګنده کړې؛ د شنبې پر ماښام د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې موټر بم چاودنې اووه کسان وژلي او ۹ نور ټپیان دي.
د هرات امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې نن ماښام شپږ بجې د هرات ښار د ۱۲مې ناحیې د حاجي عباس په اړوند سیمه کې له چاودېدونکیو توکو ډک موټر چاودېدلی.
پوليسو ويلي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د هرات د استخباراتو مسوولینو ويلي؛ په یوه موټر کې نښلېدونکي ماین چاودنه کړې ده.
امنیتي چارواکو د مرګ وژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي وايي؛ د پېښې له ځایه روغتون ته د ۴ ښځو او ۳ نرينه وو په ګډون اووه مړي او د ۵ ښځو او ۴ نرينه وو په ګډون ۹ ټپيان ور لېږدول شوي دي.
دمګړۍ کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version