سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د بې كيفيته تېلود جوړولو يوه فابريكه كشف اوعاملين يې ونيول شول
د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې دوه ورځې وړاندې په لښكرگاه ښاركې د ملي امنيت د منسوبينو لخوا هغه فابريكه كشف شوه، چې په پټه يې له گچو، خاورو، تيزابو او گريسو څخه ډيزلو ته ورته تيل جوړول، چې وروسته يې په اصلي تېلو كې گډول او بازار ته وړاندې كيدل.
د نوموړي په وينا، په دې تړاو يو تن هم نيول شوى، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دى اوهمدا راز۵۹ بيلره بې كيفيته ديزل، ۱۲ بيلره تيزاب،۲۵۰ بيلره گريس يو تش تانكر او ځينې نور وسايل هم له يادې فابريكې څخه ترلاسه شوي دي.
په دې ولايت كې د انحصاراتو آمرحاجى شاولي زمينداورى د دغه راز تېلو جوړول ملي خيانت بولي اوغوښتنه كوي، چې عاملينوته يې بايد سخته سزا وركړي.
د نوموړي په وينا، دوى هر وخت په هلمند كې د دغو تېلو د مخنيوي په موخه څارنه كوي؛ خو دا، چې د ملي امنيت لخوا دا ډول فابريكه كشف شوه ترې مننه كوي.
په دې ولايت كې يو شمېر موټر چلوونكي وايي، چې همدې بې كيفيته تېلو او د هغه لوړو بيو له ستونزو سره مخ كړي دي.
د دوى په وينا، دولت بايد په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته كړي او د دغه راز فابريكو چلوونكيو ته سخته سزا وركړي.
