سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې د كروند گرو پر كروندو كيمياوي توكي شيندل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند كې د گرشك، نادعلي، مارجې او ناوې ولسواليو اوسيدونكي او كروندگر وايي، چې:

پر ځمكو يې داسې كيمياوي توكي له هوا شيندل شوي، چې له كبله يې ټول شنه فصلونو اوهمدا راز كرنيزو محصولاتو ته درانده زيانونه اوښتي دي.

د هلمند يو شمېر كروندگر او اوسيدونكي وايي، چې د شپې لخوا نه يوازې پر كرنيزو ځمكو، بلكې د استوگنې پر سيمو هم كوكنارو ته ورته دانې شيندل شوې وي.

د دوى يه وينا، د همدې توكو له كبله شنه فصلونه او كرنيزمحصولات زيانمن شوي او له دې سره يې جوخت انسانانو او څارويوته هم  بېلابېلې ناروغۍ رامنځته كړې دي.

كه څه هم په دې ولايت كې د عامې روغتيا رييس داكترعنايت الله غفاري پر دې لامل را پيدا شوې ناروغۍ نه مني.

د دې ولايت د كرنې سرپرست رييس شاد محمد، چې دوى ته هم په دې اړه د گڼو كروندگرو شكايتونه رسيدلي او ياد شوي مواد يې هم  ور وړي  وايي:

ياد شوي مواد تر څېړنې لاندې نيول شوي، چې تردې مهاله يې پايلې نه دي په ډاگه شوي.

نوموړي آريانا تلويزيون ته په ډاگه كړه، چې :

له بده مرغه، چې له مونږ سره د زراعت د مكانيزه كولو امكانات نشته؛ خو مونږ خپل پيغام د آريانا له لارې مركز ته رسوو او غوښتنه كوو،  چې د دې ناورين په راكمولو كې مرسته وكړي.

د نوموړي په وينا، په دې ولايت كې د كروندگرو شنو فصلونو او محصولاتو ته كه څه هم زيانونه اوښتي؛ خو تر اوسه  داسې شواهد نه دي موندل شوي، چې گواكې كيمياوي توكي پرې شيندل شوي وي.

Trending

Exit mobile version