سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې وسله وال طالبان كجكي ته د سړك غزولو د پروژې مخه نيسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند والي الحاج محمد نعيم د دوشنبې په ورځ(د زمري۱۴) په يوه خبري ناسته كې وويل، چې په سنگين كې له څه باندې دوه مياشتو راپديخوا جگړه روانه ده او د دې جگړې د اوږديدو لامل په سيمه كې د امنيتي ځواكونو ترمنځ ځينې ستونزې وې، چې اوس مهال تر ډېره حل شوې دي.

هغه وايي چې د جگړې په لومړيو كې د څو ورځو لپاره كجكي ولسوالى ته د غزيدلي جوړيدونكي سړك چارې دريدلې وې؛ خو اوسمهال په عادي ډول او لوړ كيفيت پرمخ روانې دي.

د هلمند والي په وينا، سنگين ولسوالۍ ته د دې جگړې په اوږدو كې د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو چارواكو هم سفرونه  كړي؛ خو جگړې بيا هم دوام كړى او اوسمهال پر يو شمېر پلانونو په كار اچول شوي، چې په پلي كيدو سره به يې د سنگين جگړه پاى ومومي.

د نوموړي په وينا، د كمكي اختر په رارسيدو وسله وال طالبان هڅه كوي، چې نه يوازې په سنگين، بلكې په مركز لښكرگاه او نهرسراج ولسواليو كې گډوډي رامنځته كړي؛ خو په دې اړه مو د  خلكو اندېيښنې له منځه وړې دي.

كجكي د لښكرگاه شمال ته په ۱۳۰ كيلومترى كې پرته ولسوالي ده، چې د هيواد پهدكچه د برښنا د توليد لويه فابريكه هم په همدې ولسوالۍ كې ده.

دغه لويه لار كجكي ولسوالي له مركز لښكرگاه او نورو ولسواليو سره نښلوي، چې له اقتصادي پلوه ستراتژيكه سيمه بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version